د اوبو اوانرژي وزارت دوه تنه نوي رئیسان همکارانو ته وروپېژندل شول

mew-admin
Tue, Nov 29 2022 3:15 PM
1

ښاغلی انجنیر قاري شمس الرحمن جواد د انرژي زونونو د چارو انسجام د رئیس په توګه او ښاغلی انجنیر محمد حکیم سمسور د اوبو تخصیص د رئیس په توګه همکارانو ته وروپېژندل شول.

ښاغلی قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د یادو رئیسانو د معرفي پر مهال په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او ددې تغییراتو موخه یې کار اهل کار ته سپارل وبلل. ښاغلي عزیز پخپله وینا کې ایمان داري او اخلاص ته اشاره وکړه او کارمندان یې اخلاص او الهی تقوی ته وهڅول.

د غونډې په دوام کې ښاغلي الحاج محمدالدین نیازي ددې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس د سلسله مراتبو په رعایت او د آمرینو پر اطاعت باندي ټینګار وکړ او د چارو د ښه والي په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال کې ښاغلي انجنیر نعمان نثار د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئیس د رئیسانو او کارمندانو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ شتون د چارو په غوره اجراآتو کې اړین وباله.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی انجنیر قاري شمس الرحمن جواد د انرژي زونونو د چارو انسجام نوی رئیس د برېښنايې انجینري په برخه کې لوړي زده کړي لرې او د تجدید وړ او لمریزې انرژي په برخه کې کاري تجربه لرې.

همدارنګه، ښاغلی انجنیر محمد حکیم سمسور د اوبو تخصیص نوی رئیس د هایدروتخنیک په برخه کې د ماستري تر کچې لوړي زده کړي لرې او د نړیوالو موسسو سره څو کاله کاري تجربه لرې.

User account menu