د انرژي معینیت د رهبري پلاوي ناسته د یاد معینیت د څو اړینو موضوعاتو د څېړلو او پلي کولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
Sun, Dec 04 2022 4:28 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني تر مشري لاندې د وزارت د انرژي سکتور د رئیسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، یو شمېر رئيسانو د برېښنا د تعرفې د وروستي کولو په موخه د برېښنا شرکت سره د تېرو ناستو د پریکړو د عملي کېدو په هکله د اړین تفاهم او اړینو همغږیو او په تېرو ناستو کې د یو شمېر مطرح شویو موضوعاتو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په دوام کې، د بېلابېلو موضوعاتو لکه د ډبرو له سکرو او بادي سرچینو څخه د برېښنا انرژي په برخه کې د پانګوالو شرکتونو سره همغږي، په ولایتونو کې د یاد معینیت د ماشین آلاتو او شته امکاناتو څېړنه ، د کار لاندې پروژو د ستونزو هوارولو او د هغوی د پاتې چارو د پلي کولو په موخه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د انرژي ښاغلي معین د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې او د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر آورېدلو وروسته، مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو لپاره اړین هدایات ورکړل.

User account menu