په فاریاب ولایت کې  د بلوچ سربند پروژې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللي دي

mew-admin
Mon, Dec 05 2022 9:55 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت انجنیرانو او ورسره مل د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالي کې د بلوچ سربند پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

د يادې پروژې چارې چې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د اکتید موسسې په مالي ملاتړ د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۹۵ سلنه پرمخ تللي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یادو انجنیرانو د پروژې مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.

User account menu