په نیمروز ولایت کې د مارونګي پر ویالې باندې د دوهمې نترې د جوړولو ودانۍ چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللي دي
د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم(زرنج) د نیمروز ولایت د عبدالرحمن اسلم په کلي کې د مارونګي پر ویالې باندې د دوهمې نترې د جوړلو ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
د یادې پروژې چارې چې د ګټې اخیستونکو په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي، ۶۰ سلنه پرمخ تللي دي.
همدارنګه یاد تخنیکي ټیم په دهمرده او فارالیدین کلیو کې پر مارونګي عمومي ویالي باندې د هایدرولیکي ودانۍ د اوبو د ویش تخنیکي سروې ترسره کړه.
