د بلخ سیندیزې حوزې رئيس د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
Mon, Dec 05 2022 3:03 PM
1

د بلخ سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي موسی جان حقبین د یوه سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت کلدار ولسوالي له یو شمير مشرانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله یې بحث او د نظر تباله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د یادې ولسوالي مشرانو د بلخ سیندیزې حوزې له رئيس سره د هغو کانالونو او سربندونو د پاکولو په هلکه خپل وړاندیزونه شریک کړل چې د آمو سیند د اوبو له کبله ویجاړ شوې دي.

همدارنګه د بلخ سیندیزې حوزې رئيس د آمو سیند د ویجاړ شویو او زیانمن شویو ساحو څخه هم لیدنه ترسره کړه.

User account menu