په پکتیا ولایت کې د څه باندې یو سلو اتلس زره پونډو په ارزښت د غورکې پايپ سکيم پروژې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
Wed, Dec 07 2022 4:35 PM
1

د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالي په غورکې کلي کې د یو سلو اتلس زره پنځه سوه شپږڅلویښت (١١٨٥٤٦) پونډو په ارزښت د غورکې پايپ سکيم پروژې چارې چې د صحي څښاک اوبو رسولو پروژه ده د یاد ولایت د فرعي سیندیزي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح، د بريټانيا د بهرنیو مرستو پراختيايې ادارې ولایتي مسئول انجنیر شریف الله ایوبي او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.

په دغه پروژه کې دوې ژورې څاګانې، د سولرونو سيسټم، د اوبو دوه ذخيرې او د ٤٩٠٠ متره په اوږدوالي سره د پايپ شبکه شامل دي چې ٢٨٤ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

د یادولو وړ ده چې دغه پروژه د بريټانيا د بهرنیو مرستو پراختيايي ادارې (TLO) په مالي ملاتړ د پکتیا سیندیزي حوزې تر څارني لاندې ترسره کیږې.

User account menu