کندز ولایت کې د دوو پروژو چارې د څه باندې پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
Thu, Dec 08 2022 10:30 AM
1

د کندز ولایت په ګلتپې او امام صاحب ولسوالیو کې د یوه کانال د ګبیوني تحکیماتو او  یوولس پولچکو پروژو چارې د پنځه سوه او پنځه دیرش زره ډالرو(۵۳۵۰۰۰) په ارزښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجبتی او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون پيل شوې.

په یادو پروژو کې ، ۲۰ زره متره کېندنه او ۲۸۰۰ متر مکعب تحکیمات شامل دي، چې پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې پروژو چارې د FAO سازمان په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu