د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د شاهي کانال د پروژې په هکله د لغمان ولایت له والي سره خبرې وکړې
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او د وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په خپلو کاري دفترونو کې د لغمان له والي ښاغلي قاري زین العابدین"عابد" سره وکتل.
په یادو لیدنو کې، په لغمان ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه په هغه ولایت کې د شاهي کانال د پروژې د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال اړینې څېړنې پر شاهي کانال باندې جریان لري او د څېړونکي پلاوي له وروستي راپور سره همهاله، د یادې پروژې ستونزې هواري او چارې به یې پيل شي.
په ورته مهال، د لغمان ولایت د شاهي کانال د پروژې قراردادي شرکت استازي هم چې په یاده ناسته کې ګډون درلود، د پروژې د چارو د بیا پيل لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
