د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د اجراآتو د ارزونې ورکشاپ  په دوهمه ورځ هم ترسره شوه

mew-admin
Mon, Dec 12 2022 3:04 PM
1

یاد ورکشاپ چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د مسؤلینو له خوا د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو ریاست په همکاري سره په لاره اچول شوی، د اجراآتو د ارزونې د پروسې، د اروزنې د کړنلارو د پلي کولو او دې ته ورته نورو موضوعاتو په هکله اړین معلومات وړاندې کېږي.

د یادولو وړ ده، چې یاد ورکشاپ د اجراآتو د څېړنې، د چارو د غوره مدیریت او ظرفیت لوړولو له میتود سره د وزارت د کارمندانو د بلدتیا په موخه د دریو ورځو لپاره په لاره اچول شوی دی.

User account menu