په لغمان ولایت کې د ادهار ګبیونوال، د کندیلا او سخري کانالونو د محافظوی دیوالونو د پروژو له روانو چارو څخه څارنه شوه
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د علینګار ولسوالي اړوند د شاهي کانال سوپر پسیج، د ادهار ګبیونوال او د کندیلا او سخري کانالونو د محافظوي دیوالونو پروژو له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.
د یادو پروژو چارې چې د WFP سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
