د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارتونو د معینانو، استازو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د ټولګټو وزارت د ۶پروژو قراردادونه تر څېړنې او او بیاکتنې لاندې ونیول شول او د دې پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
