د غور په سیندیزه حوزه کې د غور ولایت د زیربنايي او طبیعي سرچینو سکتور ناسته ترسره شوه
د غور ولایت د زیربنایي او طبیعي سرچینو سکتور ناسته د غور د سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د سکتور د اړوندو ریاستونو د غړو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د سکتور د غړو ترمنځ د ښې همغږي او په ټاکلي وخت سره د پلانونو او فعالیتونو په شریکولو باندې ټینګار وشو.
