د بلخ د سیند اوبه ۱۱ کانالونو ته په عادلانه توګه ووېشل شوې
د بلخ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د بلخ د سیند اوبه د میرابانو په شتون کې د امام صاحب، شاهي، سیاګرد، بلخ، مشتاق، عبدالله، دولت آباد، چمتال، فیض آباد، چهاربولک او آقچې کانالونو ته په عادلانه توګه ووېشلې.
د یادولو وړ ده، چې د بلخ سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو له خوا په هرو پنځلسو ورځو کې د بلخ د سیند اوبه په عادلانه توګه وېشل کېږي.
