د ارغنداب رود فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو د دو آب او کانیزو کانالونو د سربندونو د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

mew-admin
Tue, Jan 10 2023 10:18 AM
1

د ارغنداب رود فرعي سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کې د دو آب او کانیزو کانالونو  د سروبندونو د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

یاد تخنیکي ټیم د پروژې مسؤلینو ته د تخنیکي ستونزو د هوارولو په پار لازم هدایات ورکړل او د پروژې مسؤلینو ژمنه وکړه چې یاد هدایات به د پروژې د تخنیکي ستونزو د هوارولو په موخه په پام کې ونیسي.

همدارنګه د یادې فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو د ترنک ارغستان، د دهلې بند کښته ساحې د هایدرومیتیورولوژي سټیشنونو څخه هم لیدنه ترسره کړه.

User account menu