په تخار ولایت کې د طلاجات کانال د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
Tue, Jan 10 2023 10:20 AM
1

د تخار ولایت په دشت قلعې ولسوالي کې د طلاجات کانال د پاکاري او د هغه د دهنه جاتو د مسیر د بیارغونې چارې د لاندني پنج سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر عبدالواحد رجب، د دشت قلعې ولسوال ښاغلي مولوي عبدالقادر حامد او یو شمېر نورو سمیه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د یادې پروژې چارې د آغاخان دفتر په مالي ملاتړ د لاندني پنج سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي چې پکې ۱۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

User account menu