د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Jan 12 2023 12:17 PM
1
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د یاد معینیت د غونډو په تالار کې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په هکله لکه په هریرود- مرغاب عمومي سیندیزه حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د ستونزو د څېړلو، د اوبو د تحقیقاتو د لابراتوارونو په برخه کې د منظم تشکیل په رامنځته کولو، د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د طرحې د وروستي کولو او د هغې د پروژو د ډیزاین لپاره د ډیزاین سنټر د رامنځته کولو او په کابل ښار کې د اوبو چارو د تنظیم پورې اړوند نورو موضوعاتو د څېړلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه هم ونیول شول. د اوبو ښاغلي معین د ناستې په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

User account menu