د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې د ناروي کمیټې د موسسې د مسؤلینو له خوا د پروژو سروې بیا پیل شوه

mew-admin
Thu, Jan 19 2023 10:11 AM
1

د ناروي کمیټې د موسسې مسؤلینو چې په کاپيسا ولایت کې د پروژو د سروې چارې ځنډولې وي، سروې یې بیا پيل کړه.

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې او د ناروي کمیټې د موسسې تخنیکي  ټیمونو د تګاب ولسوالي په میره خیلو کلي کې د محمد جي کاریز سروي ترسره کړه.

په ورته مهال، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي  انجنیرکاوه خروش د (CHA) دفتر له ولایتي مسؤل ښاغلي مسیح الله هاروني سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، دواړو لورو د پروژو د بیارغونې، ترمیم، ساتنې او مراقبت او د نیم ګړو پروژو د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي خروش د یاد دفتر له ولایتي مسؤل سره د پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu