د ارغنداب  سیندیزې فرعي حوزې رئيس د کندهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
Mon, Jan 23 2023 10:23 AM
1

د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت د خپل کار په دفتر کې د ارغنداب، ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، یادو قومي مشرانو د جنوبي ارغنداب عمومي کانال(لویي ویالې) پاکاري،د یاد کانال د کنټرولي دروازو ترمیم او یو شمېر نور موضوعات له ښاغلي شرافت سره  شریک کړل.

په ورته مهال، د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یادو قومي مشرانو سره د شته امکاناتو او بودجې په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu