په نیمروز ولایت کې د څلورو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه
 
              د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم په نیمروز ولایت کې د خاشرود سیند تحکیم کاري، د لشکري کانال د لایروبي لپاره د لیلیې پرچاوې بیارغونه او جوړونه، پر کمال خان باندې د هلمند سیند تحکیم کاري او په کنګ ولسوالي کې د یوه کانال سروې ترسره کړه.
همدارنګه یاد تخنیکي ټیم د زرنج سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي سید محمد ولي آغا سره وکتل او د سروې پایلې یې وسره شریکې کړې.
