د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یاد ولایت د انرژي ولایتي کمېټې د رئيس په توګه وټاکل شو
ښاغلی مولوي محمد کریم فاتح د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یاد ولایت د انرژي د ولایتې کمېټې د رئيس او د اقتصاد رئيس د کمېټې د سکرتر په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پکتیا مرستیال والي ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین تر مشري لاندې ترسره شوه ، وټاکل شول.
ښاغلي فاتح په دې ناسته کې، د یادې کمېټې د موخو، د کمېتې د رامنځته کولو د اړتیا او فعالیتونو په هکله اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د ناستې په دوام کې، ښاغلي انجنیر فضل ربي هڅاند د یادې کمېټې د غړو د مسؤلیتونو په هکله پرزنټیشن وړاندې کړ.
