په بغلان ولایت کې د پلخمري د برېښنا لمړی او دوهم بند د ساتني او مراقبت پروژه د څه باندي څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه
د بغلان ولایت د پلخمري د برېښنا لمړی او دوهم بند د ساتني او مراقبت پروژه د څه باندي څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د بغلان فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي محب الله عادل، د ولایت د استازي، د یاد ولایت د برېښنا رئیس او د نساجي د رئیس په شتون کې پرانیستل شوه.
دیادولو وړ ده چې یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري تمویلېږي چې لومړۍ بند د ۵ میګاواټه او دوهم بند د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
همدارنګه، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي په دوستي کلي کې او د خنجان ولسوالي په ترکانو کلي کې د اندراب سیند اړوند تحکیماتي دیوال سروي ترسره شوه.
