د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست نوی رئیس همکارانو ته وروپېژندل شو

mew-admin
Mon, Jan 30 2023 12:11 PM
1

ښاغلی انجنیر نثار احمد مموزی د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د عمومي رئیس په توګه، د یاد وزارت د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز"عزیز" له لوري د اوبو سکتور د یو شمیر رئیسانو په شتون کې همکارانو ته وروپېژندل شو.

د وزارت مقام د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز"عزیز" د اوبو سرچینو عمومي ریاست د نوي رئیس د معرفي پر مهال د یاد ریاست پر اهمیت باندې په ټینګار سره یادونه یې وکړه چې په اسلامي نظام کې مقام او منصب یو مسئولیت او ټولني ته د خدمت رسولو یوه وسیله ده.

ښاغلي قاري عزیز په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان ولس په کافي اندازه کړاوونه او محرومیتونه ګاللي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول مسئولین دې ولس ته په صادقانه توګه خدمت وکړي.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی نثار احمد مموزی د هایدروتخنیکي ساختمانونو په برخه کې د ماسټري سند لري او له یوولس(۱۱) کلونو راهیسي د کلیو پراختیا وزارت، د اوبو او انرژي وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت په مختلفو څانګو کې مهمي دندي ترسره کړې دي.

User account menu