په تخار ولایت کې د جوی شیخ کانال د ګبیوني تحکیماتو پروژه د ۴۴۱۰۰۰ امریکایی ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
Mon, Jan 30 2023 8:00 PM
1

په تخار ولایت کې د جوی شیخ کانال د ګبیوني تحکیماتو پروژه د څلور سوه یو څلویښت زره (۴۴۱۰۰۰) امریکایی ډالرو په ارزښت د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولانا صبغت الله قانع، د ولایت مقام استازي او د FAO دفتر د مسئول په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د FAO دفتر په مالي ملاتړ د تالقان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي انجنیرانو په همکاري سره ترسره کېږي چې ګڼ شمیر هېوادوالو ته پکي د کار زمینه چمتو کېږي.

همدارنګه ددې پروژې په بشپړیدو سره به ۲۳۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او سلګونه جریبه ځمکه به د سیلاب له خطر څخه وژغورل شي.

User account menu