په خوست ولایت کې د ماڼۍ د اوبو کانال د جوړونې چارې د شپږ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې

mew-admin
Thu, Feb 02 2023 12:43 PM
1

د خوست ولایت مرکز اړوند د ماڼۍ د اوبو کانال د جوړونې چارې د شپږ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر زین الله نسیمي، د اړیکو دفتر رئیس محمد علي ځدراڼ او یو شمیر قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې.

د یاد کانال د جوړونې چارې د بریټانیا د بهرنیو مرستو پرمختیایې ادارې په مالې ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست په تخنیکي همکاري سره د څلورو میاشتو په موده کې ترسره کېږي.

یاد کانال د 700 متره په اوږدوالې سره رغول کېږي چې د 940 جریبه کرنیزي ځمکې د خړوبولو وړتیا لرې او ګڼ شمیر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه چمتو کېږي.

User account menu