د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ولایت له والي مولوي محمد نعیم سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په یاد ولایت کې د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل په هکله یې بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لېدنه کې د ننګرهار ولایت والي د یاد ولایت د خلکو اړتیاوي د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکي کړې او په یاد ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت والي ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي پروژو د تطبیق په برخه کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشې.
