د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو ریاست تدارکاتي سلاکار خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
Wed, Feb 08 2023 3:49 PM
1

ښاغلی قاري انجنیر محمد جمیل سحیقي، د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو ریاست د تدارکاتي سلاکار په توګه په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو شتون درلود، د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي ملا اسدالله کاکړ له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي کاکړ د یاد سلاکار د معرفي کولو پر مهال دده د تجربو او کارنامو په نیکي سره یادونه وکړه او ویې ویل چې دی د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر بنسټ  ګمارل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې ښاغلي سحیقي ۲۵ کاله په مختلفو ادارو کې دنده ترسره کړې ده.

User account menu