د دشت قلعه ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې په ریاست کې د نوي فورمونو له مخې د میرآب او میرآب باشانو د ټاکلو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د دشت قلعه ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر عبدالواحد رجب، د دشت قلعه ولسوال مولوي عبدالقادر حامد، د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو رئیسانو، میرآب او میرآب باشانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د نوي فورمونو له مخې د میرآب او میرآب باشانو د ټاکلو په هکله معلومات وړاندې شول او همدارنګه، د اوبو خدمتونو د فيس راټولولو او د اوبو لګولو ودانيو په ساتنه او مراقبت کې د هغوی د مصرف په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شول.
