د کنړ سیندیزې فرعی حوزې رئيس د FGA موسسې له مسؤلینو سره لیدنه کړه

mew-admin
Sun, Feb 19 2023 9:26 AM
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي ملا دوست محمد حنفي د FGA موسسې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د یادې موسسې مسؤلینو په کنړ ولایت کې د اوبو د غوره مدیریت په برخه کې خپل تخنیکي وړاندیزونه او اندونه یې د کنړ سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریک کړل.

په ورته مهال، ښاغلي حنفي د نوموړي موسسې له مسؤلینو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه او د یاد ریاست آمریتونو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې موسسې له تخنیکي ټیم سره په تخنیکي چارو کې خپلې همکاري کړندۍ کړي.

User account menu