په فاریاب ولایت کې د اوبو د ذخیروي بند، چکډم، سربند او د اوبو توربین سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Mar 01 2023 5:07 PM
1

د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د غوري د اوبو ذخیروي بند، د چنار کانال او سربند، د جبر آباد چکډم او د چنار د اوبو توربین تخنیکي، ټولنیزه او او چاپیریالې سروې ترسره کړه.

همدارنګه ښاغلي مبارز د یادې ولسوالي له یو شمېر مشرانو او خلکو سره وکتل او دوی د یادو پروژو په پلي کولو کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu