یو ګډ پلاوی د دایکندي ولایت د سوختوک بند ستونزې څېړې

mew-admin
Sun, Mar 05 2023 9:23 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او ملي تدارکاتو استازو یو ګډ پلاوی د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د پرېکړې پر بنسټ چې رهبري یې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور پر غاړه ده، دایکندي ولایت ته د سوختوک بند د ستونزو دڅېړلو په موخه سفر وکړ.

یاد پلاوی به د خپلې څېړنې پایلې د یوه راپور په ترڅ کې د سترو قراردادونو څېړنې پلاوي ته وړاندې کړي.

User account menu