د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس د دستا کانال د حقابې د شخړه لرونکو اړخونو سره وکتل

mew-admin
Mon, Mar 06 2023 10:18 AM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مولوي محمد کریم فاتح د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د دستا کانال د حقابې د شخړه لرونکو اړخونو سره وکتل او د یادې شخړې د حل په موخه یې د دواړو لورو سره بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس په دې لیدنه کې، د یاد کانال د اوبو څخه پر سمې ګټه اخیستنې او د اوبو د ککړتیا څخه پر ډډه کولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu