په هلمند سیندیزه عمومی حوزه کې د میرآبانو د فعالیتونو د رسمي کولو په هکله دوه ورځنی سمینار ترسره شو

mew-admin
Thu, Mar 09 2023 10:34 AM
1

یاد سمینار د هلمند سیندیزې عمومي حوزې د رئيس محترم قاري عبدالهادي هادي په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبولګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون د انجنیرانو له خوا ترسره شو.

په دې سمینار کې د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د میرابانو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د فعالیتونو د پروسې د رسمي کولو، موخو، دندو او مسؤلیتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول.

User account menu