په پروان ولایت کې د اوبولګولو پروژې ساحه و قراردادي شرکت ته وسپارل شوه
په پروان ولایت کې د اوبولګولو پروژې ساحه د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مجیب الرحمن حبیبي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم په شتون کې و قراردادي شرکت ته وسپارل شوه.
په یاده پروژه کې د ساحې پاکاري، ساتنه او د واټر پمپونو بیارغونه شامله ده.
