د اوبو رسولو او اوبو لګولو  د تنظیم رئيس د کرنې او مالداري وزارت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
Sat, Apr 01 2023 9:55 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د  اوبو رسولو او اوبو لګولو د تنظیم رئيس محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار او ور سره مل د یاد ریاست انجنیرانو د کرنې او مالداري وزارت له مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د کابل ښار په لودیځه ساحه کې د بادرنګو فارمونو د فعالیت، زیانونو او د یادو فارمونو د خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې  او اغیزه یې د ځمکې لاندې اوبو پر پر سرچینو باندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه په دې ناسته کې د کرنې وزارت مسؤلینو ته د کابل ښار د اوبو سرچینو، د هغوی د اهمیت او د بادرنګو د فارمونو د فعالیت د زیانونو په هکله هر اړخیز معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې شول او د دواړو وزاتونو د مسؤلینو ترمنځ  د ګډو ناستو پر دوام باندې ټینګار وشو.

User account menu