د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د شیرین تګاب فرعي سیندیزې حوزې له رئيس سره وکتل

mew-admin
Thu, Apr 13 2023 1:42 PM
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز سره وکتل او د یو شمېر موضوعاتو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې، ښاغلي مبارز د میمنې ښار د یخ تولیدي شرکتونو، د موټر وینځلو ځایونو او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د ژورو څاګانو کېندلو د جوازونو د وېش موضوع له ښاغلي حاجي حکمت سره شریکه کړه.

همدارنګه د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس په یاد ریاست کې د پروژو د تخنیکي سروې لپاره د وسایلو او تجهیزاتو اړتیا هم د شمال سیندیزې عمومي حوزې له رئيس سره شریکه کړه.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د شیرین تګاب سیندیزې حوزې له رئيس سره د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه لازمې لارښوونې او مشورې شریکې کړې او ژمنه یې وکړه چې د دې ریاست د وسایلو او تجهیزاتو د کمښت موضوع به د وزارت د رهبري مقام سره شریک کړي.

User account menu