د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د چارو د چټکتیا په موخه د همغږي غونډه ترسره شوه.

mew-admin
Thu, Apr 13 2023 8:44 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د چارو د چټکتیا په هکله د یاد بند د قراردادي شرکت له مسئولینو سره بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده غونډه کې د قراردادي شرکت مسئولینو د پروژې د چارو د جریان، د پروژې د چارو د پرمختګ او د شته ستونزو په هکله خپل ګزارش وړاندې کړ او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه یې وغوښتل چې د شته ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت د تخنیکي مسئولینو او د قراردادي شرکت د استازو د ګزارشونو تر څیړلو وروسته د پروژې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu