د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د یوې ناستې په ترڅ کې د اسلامي امارت یو شمیر مسئولینو، د یاد وزارت رئیسانو او کارمندانو ته د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وړاندې کړه
د اختر مبارکي یاده ناسته، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د افغان دارالعلوم شیخ الحدیث ښاغلي شیخ محمد عمر فاروقي، د علومو اکاډمي د بانکداري علمي سلاکار ښاغلي نجیب الله عمري، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سلاکار ښاغلي سیدابوالفضل هادي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خفیفه صنایعو رئیس ښاغلي مفتي فیض محمد، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د یاد وزارت د یو شمیر رئیسانو او کارمندانو په ګډون ترسره شو.
د یادې ناستې په پیل کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست، راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایهٔ او ټولو ګډونوالو ته یې د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وړاندې کړه.
د ناستې په دوام کې، ښاغلي منصور ټول کارمندان مسئولیت پذیري ته را وبلل او ټینګار یې وکړ چې د اسلام سپیڅلی دین د اعتدال او برابري دین دی، هیڅ ډول افراط او تفریط پکې ځای نلري او همدارنګه، له ټولو رئیسانو او کارمندانو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې د قرآن کریم او د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو سره سم سر ته ورسوي.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست په خپله وینا کې د افغانستان اسلامی امارت له ځینو لاسته راوړنو څخه په لنډه توګه یادونه وکړه، او ویې ویل چې له نیکه مرغه په راتلونکي کال کې د اوبو د مدیریت پروژو ته څه اندازه پراختیایی بودجه په پام کې نیول شوې ده او انشاء الله پاتې چارې به یې ژر پیل شې.
همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست، د انرژي پروژو د تطبیق په برخه کې هیله څرګنده کړه، او زیاته یی کړه چې د ملي او نړیوالو پانګوالو سره د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په موخه ډیرې ناستې ترسره شوې دي او په دې وروستیو کې له دوو خصوصي شرکتونو سره د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په موخه د همکاري هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.
په پای کې، د اختر مبارکي دغه ناسته د دعا په ویلو او ټولو مسلمانانو ته د لا بریاوو په هیله پای ته ورسېده.
