د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت، د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور  د مبارکي پيغام!

mew-admin
1

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله أما بعد:

تر هر څه مخکې د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت عالیقدر امیرالمومنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هِبة الله آخندزاده، د ا.ا.ا رئيس الورزا، د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې غړو، د سترې محکمې مسؤلینو او غړو، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبینو، د شهیدانو کورنیو او د افغانستان ټول ملت ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم او د خدای(ج) څخه غوښتنه کوم چې زمونږ ټولو طاعات او عبادات قبول کړي.

روژه د رښتینولي، بندګي، ایمانداري او د انسان جوړونې میاشت ده. هیله لرم چې زمونږ اتلو، مجاهدو او متدینو هېوادوالو له دې با برکتې او له معنویت ډکې میاشتې څخه ښه ګټه اخیستې وي.

د خدای(ج) شکر ادا کوم، چې زمونږ د هېواد کړیدلی او زوریدلی ولس د کلونو کړاونو او زحمتونو تر ګاللو وروسته، د واحد اسلامي نظام تر چتر او بیرغ لاندې د خدای(ج) په فضل او کرم سره د امنیت او آزادۍ له نعمتونو څخه برخمن شوی دی او په پوره رښتینولي سره د خپل هېواد د ودانولو په لاره کې هڅې کوي. له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره غواړم خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکړم ، لکه څنګه چې د اسلامي امارت مسؤلینو پرله پسي کلونه په ټینګ هوډ او قوي ارادې سره د دین او د هېواد د آزادۍ لپاره خپلې سینې سپر کړې وې، اوس هم د افغانستان د آبادۍ او د خلکو  د سوکالۍ لپاره شپه او ورځ کار کوي او په دې لاره کې به هیڅکله د ستړیا احساس ونکړي.

درنو هېوادوالو! یوځل بیا د زړه له تله تاسو ټولو ته د اختر مبارکي وایم ؛ د ژوند هره ګړۍ مو اختر او اختر مو بختور شه.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ستاسو ورور الحاج ملا عبداللطیف منصور

د اوبو او نرژي وزارت سرپرست وزیر

Latest announcements

Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Wed, Sep 16 2026 8:51 AM
Background image

Clarification#1 about Upgrading of Dahla Multipurpose Dam project

Assignment Title: Review, Verification and Technical Certification of the Detailed Design of Dahla Dam Raising, Two Spillway Packages, Six Saddle Dams and Associated Work

 

Project ID . . .

Mon, Sep 07 2026 4:10 PM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

Back to announcements

User account menu