د کلیو پراختیا وزارت د ۹ پروژو د وضعیت د څېړلو او ارزولو په هکله د سترو پروژو د څېړنې پلاوې ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, May 10 2023 5:25 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د کلیو پراختیا او ټولګټو وزارتونو د معینانو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

د سترو قراردادونو د څېړنې په دې ناسته کې په هرات، کندز، سمنګان، کابل، بلخ، بدخشان، بغلان او لوګر ولایتونو کې د کلیو پراختیا وزارت د انرپ د ۹ پروژو وضعیت تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوي او د هغوی د ستونزو دهوارولو په هکله بحث او  د اندونو تبادله وشوه.

د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د یادو پروژو تر هر اړخیزې او بشپړې څېړنې وروسته، د خپلو څېړنو پایلې او د وړاندیزونو او شونو لارو چارو سره یوځای د یوه بشپړ راپور په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریک کړي.

User account menu