د شمال سیندیزې عمومي حوزې مسؤلینو د انجوګانو او د اوبو په سکتور کې د همکارو دفترونو له مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره کړه

mew-admin
Mon, May 15 2023 4:15 PM
1

یاده ناسته د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت تر مشرې لاندې د یاد ریاست د تخنیکي مسؤلینو او د FAO، اسلامیک ریلیف او اکشن اید دفترونو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د یاد ریاست او تر چتر لاندې یې د فرعي حوزو د کاري پلانونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د نوموړو دفترونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د اوبو د مدیریت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته مهال، د یادو دفترونو مسؤلینو د شمال سیندیزې عمومي حوزې سره د اوبو د مدیریت په برخه کې د خپلو کاري پلانونو، فعالیتونو او همکاریو په هکله  بشپړ معلومات وړاندې کړل.

User account menu