د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس د کابل له والي سره وکتل
د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب د کابل له والي محترم شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل او په کابل ښار کې د اوبو سرچینو د لاښه مدیریت او تنظیم په هکله بحث او داندونو تبادله وکړه.
په یاده ناسته کې په کابل ښار کې د اوبو سرچینو د غوره مدیریت او تنظیم په برخه کې د شته ستونزو د هوارولو په موخه د دواړو لورو ترمنځ د لا ښې همغږي په رامنځته کولو او دوه اړخیزو همکاریو باندې ټینګار وشو.
