په کاپیسا ولایت کې د پنځو پروژو چارې د څه باندې ۳۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې
په کاپیسا ولایت کې د قول شاغاسي کلي د بوله غین سیلبر غاړو تحکیم او د ده بابي، نورالدین خیلو، قول پرچاو او بادام علي سیندونو د غاړو تحکیمات د درې سوه نهه زره او اووه سوه نوي (309790) آمریکایي ډالرو په ارزښت د کاپیسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیرکاوه خروش او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
په یادو پروژو کې ۷۹۰ متره ګابیون کاري او ۳۳۵ متره سنګ کاري شامل دي او ټاکل شوې ده چې د یادو پروژې د روان لمریز کال په لړم میاشتې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
