د بیت المال د ساتنې په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سیمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, Jun 07 2023 1:59 PM
1

یاد سیمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

د یاد سیمینار په پیل کې، د قرآن کریم څو آیتونه د اوبو او انرژي وزارت د جومات د امام ښاغلي سید هارون له خوا تلاوت شول او وروسته، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د بیت المال د ساتنې او د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو له نظره له هغه څخه د ګټې اخیستنې په هکله وینا وکړه.

ښاغلي مولوي عارف په خپله وینا کې، په دولتي ادارو کې د بیت المال د وسایلو او اموالو څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې د اسلامي احکامو او لارښوونو د تطبیق د ارزښت په هکله وینا وکړه او له دولتي وسایلو څخه په ګټه اخیستنه کې یې د اسلامي احکامو پر عملي کولو باندې ټینګار وکړ.

د سیمینار په دوام کې ښاغلي مولوي صاحب له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دولتي اموالو ساتنې ته دې د خپلو شخصي اموالو په شان پاملرنه وکړي.

User account menu