د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي له ۲۲ نېټې څخه تر ۲۳ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!
📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واورې د اورېدلو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپې اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل، پنج آمو او شمال) سينديزو حوزو کې شوی دی.
🎡په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د ( پنجشیر، غوربند،کنړ، لغمان، کوکچه، بغلان، سمنگان او بلخ) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.
👮👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.
يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.