د قرغې بند د عوایدو را ټولولو، ساتنې، مراقبت او د فعالیتونو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Jun 20 2023 9:24 AM
1

یاده ناسته د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس محترم انجنیر نعمان نثار، د منځنۍ کابل فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو او چابېریال ساتنې مرستیال محترم مولوي محمد خالد او د چارو ادارې د مسؤلینو په ګډون ترسره او د قرغې بند د اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې وشوې.

په یاده ناسته کې د قرغې بند د عوایدو را ټولولو، ساتنې، مراقبت او د فعالیتونو د لا ښه تنظیم په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه چې  د نوموړي بند په ملکیتونو کې د هر ډول فعالیتونو د ترسره کولو او عوایدو راټولولو په موخه دې مشخصه کړنلاره چمتو او د دواړو لورو تر هوکړې وروسته دې عملي شي.

User account menu