د لوی اختر د احکامو په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, Jun 21 2023 2:37 PM
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د یاد وزارت د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شو.

په یاد سمینار کې ښاغلي عارف د لوی اختر د احکامو، د قربانۍ د ارزښت او شرایطو په هکله ګډونوالو ته په مفصله توګه معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د دغو سمینارونو د ترسره کولو موخه د اسلام سپیڅلي دین د احکامو زده کړه، د کارمندانو د معنوي ظرفیت لوړول او د اسلامي شریعت پهٔ احکامو  پوهاوی وبلل او ټول کارمندان یې د اسلام سپیڅلي دین د احکامو رعایتولو او د رسول الله(ص) د سنتو پیروي ته وهڅول.

User account menu