په ننګرهار ولایت کې د درې سربندونو او دوو کاریزونو سروې ترسره شوه
الحاج سید فضل احد هاشمي د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس، ورسره مل پلاوي او د جاپان د سولې طبیعي خدمتونو مؤسسې مسئول انجنیر دیدار مشتاق، د چپرهار ولسوالي اړوند د هدیه خیلو او ماڼو په کلیو کې د درې سربندونو سروې ترسره کړه.
همدارنګه، د یادې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټيم د خوګیانیو ولسوالي اړوند د عابدخیلو او سپین زاوي په کلیو کې د دوو کاریزونو سروې ترسره کړه.
