د اسلام مقدس دین د ارشاداتو پر بنسټ د معاملاتو ترسره کولو په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

MEW-Media
Wed, Jul 19 2023 3:24 PM
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د یاد وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شو.

د دعوت او ارشاد رئیس په دې سمینار کې د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو پر بنسټ د معاملاتو ترسره کولو په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو پر بنسټ د بیعې مسایلو زده کړه پر ټولو باندې لازمه ده.

د سمینار په  دوام کې د دعوت او ارشاد رئیس په ټولنه کې د سود او ربا پر بنسټ د معاملاتو ترسره کولو بدو پایلو ته په اشاري سره، ټینګار وکړ چې د سودي او ربوي معاملاتو څخه باید په جدي توګه ډډه وشي

User account menu