د اوبو او انرژي وزارت دوه تنه رئيسان په خپلو نویو بستونو کې همکارانو ته وروپېژندل شول
د اداري او خدماتو پخوانی رئیس محترم مولوي حمیدالله دلاور، د اوبو پروژو د څارنې او ارزونې د رئیس په توګه او مفتي حکمت الله جمال چې مخکي یې د اوبو پروژو د څارنې او ارزونې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله د اوبو او انرژي وزارت د اداري او خدماتو د رئیس په توګه معرفي شول.
دا بدلون د چارو د ښه والي او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د لزوم دید پر بنسټ ترسره شو.
د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د نوموړو رئیسانو د معرفي پر مهال، په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او له ټولو کارمندانو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې دې په پوره صداقت او د آمرینو څخه په اطاعت سره ترسره کړي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس الحاج محمدالدین نیازي، د نوموړو رئيسانو د معرفي پرمهال په دولتي ادارو کې د تغییر او تبدیل اصل ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټول کارمندان باید د خپلو دندو په ترسره کولو کې اخلاص او سلسه مراتب په نظر کې ونیسي، ترڅو ورسپارل شوي چارې په ښه توګه ترسره شي او خلکو ته په صادقانه توګه خدمت وشي.
