د هرات ولایت والي او د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د سلما بند له ساحې او په غور ولایت کې هریرود مرغاب سیند څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Jul 22 2023 9:46 AM
1

د هرات ولایت والي محترم مولانا شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار او د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند له ساحې او په غور ولایت کې د هریرود مرغاب سیند څخه لیدنه وکړه او د یاد بند د اوبو او برېښنا له مسئولینو سره په کتنه کې یې ددوی ستونزې واوریدې.

د یاد سفر په دوام کې نوموړو مسئولینو د غور ولایت له والي محترم احمد شاه دین دوست او د پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم الحاج رحمت الله اماني سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د اوبو او برېښنا ستونزو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

User account menu